ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون وایې چې څه دپاسه ۵۰ سلنه ثبت شوي شکایتونه جدي دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر بدلون هم اغیز لري.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون وایې چې د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې اته زره او پنڅه سوه جدي شکایتونه یې د ولسمشرۍ ټاکنو رایو شمیرنې په اړه ثبت کړي دي.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون منشي قاسم الیاسی وویل له ۵۰ سلنه زیات شکایتونه ثبت شوي چې اټکل شتون لري د ټاکنو د پایلو پر بدلون اغیز ولري.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون د وړاندې شوې شمیرنې ښیې چې په درغلیو کې ښکیلو کسانو او ټاکنیزو جرمونو په اړه ۱۰۲۱ شکایتونه ثبت شوي دي.
د شکایتونو کمېسیون همدا شان ویلي دي چې ۲۷۳۸ شکایتونه د دې کمېسیون له لوري بی بنسټه او نا اعتباره پیژندل شوي دي.
د راپورونو پربنسټ،تر اوسه د هلمند،ډایکندي او غور ولایتونو د شکایتونو دسته بندۍ د انټرڼت نشتون له کبله مرکز ته نه دي رسیدلې،خو د هیواد د نورو ۳۱ ولایتونو ۱۳۷۱ شکایتونه د ټاکنیزو سرغړونو،۳۰۱۱ شکایتونه ټاکنیزو جرمونو او ۴۲۴۸ شکایتونه هم ټاکنیزو درغلیو په اړه ثبت شوي دي.
د افغانستان د ټاکنو د بنسټ د خپرونو پازوال حبیب شینواري له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وغوښتل چې ډیر ژر دې شکایتونو ته د رسیدنې بهیر بشپړ کړي.
هغه زیاته کړه: ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې حالت روښانه کړي چې آیاد ټاکنې دویم پړاوو ته ځي او کنه چې په لومړي پړاوو کې ګټونکی لري.
وړاندې له دې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ټول هیواد کې څه د پاسه ۱۶ زره شکایتونو له ثبته خبر ورکړی وو.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون همدا شان وویل چې تر اوسه ۳۲۳۲ شکایتونه د محمداشرف غنی ټاکنیزې ډلې،۵۳۷۲ شکایتونه د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې،۳۶۲۴ شکایتونه د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزې ډلې او یو شکایت هم رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې له لوري ثبت شوي دي.
له دې ټولو سره، د ولسمشرۍ ټاکنو اطلاعاتي بانک ته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ولایتي دفترونو نه لاس رسی د دې شکایتونو څیړلو پر وړاندې شته ستونزې ویل شوې دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي