د ولسمشرغني میرمن رولا غني له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې د ولسي جرګې په کړنو کلکه نیوکه کړې او ویلي یې وو چې قانون جوړونکو د پارلمان ارزښت ټیټ ګړی دی.
هغې ټینګار وکړ چې ولسي جرګه د رایو د پیر او پلور په ډګر اوښتې ده.
رولا غني وویل چې دوو ښځينه وو نوماند وزیرانو ته د ولسي جرګې له لوري د تایید رایو نه ورکولو خواشیني کړې، خو د ښځو چارو او پوهنې وزارتونو واکپالانې به د واکپال وزیرانو په توګه په خپلو دندو پاتې شي.
د ولسمشر د میرمن دا څرګندونې د قانون جوړوونکو له غبرګون سره مخامخې شوي.
د ولسي جرګې غړی، عارف رحماني د دې خبرو په غبرګون کې وایي: خواشینی یم چې د یوه ښاروند او د جرګې د یوه غړي په توګه چې د ولسمشر میرمن دا شان قانون ماتوونکې، غیر اخلاقي او سپکې سپورې څرګندونې کوي. هیله من یم چې د دې څرګندونو له کبله له جرګې بښنه وغواړي.
خو د ولسي جرګې بل غړی، سیدعظیم کبرزاني د میرمن غني دا څرګندونې شخصي بولي.
هغه وویل: هغه دا واک نلري چې د پارلمان او مقننه ځواک په چارو کې، د نظر او واک خاونده اوسي… پارلمان خپله پریکړه کړې او وبه یې کړي.
خو په دې منځ کې د ولسي جرګې غړی، رمضان بشردوست له لومړۍ میرمن سره ورته نظر لري.
هغه وویل چې د یو شمیر استازو کار کمیشن کارانو ته ورته دی.
خو ولسي جرګې پر وړاندې داشان نیوکې نوې نه دي، په تیرو کې هم یوشمیر حکومتي چارواکو له ولسي جرګې نیوکه کړې وه. که څه هم د ولسي جرګې او حکومت تر منځ تقابل نوې خبر نه ده، خو دا تقابل بیا پر یو بل د مالي فساد تورونو لګول دي.
څو اوونۍ مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال هم یوشمیر استازي په فساد تورن کړل او د دوی قضایي خوندیتوب د پای غوښتنه یې کړې وه؛ هغه څرګندونې چې هغه مهال د دې لامل شوې ترڅو د ولسي جرګې له لوري د کابینې غړو ته رایې ورکونه وخنډیږي.