1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ولسمشر له لورې د ملي دسترخوان د برنامې پرانیسته

دانش-1536x958
18 Jul 2020

ولسمشر سیمه ییزو مسوولینو ته هیښتیا ورکړې که د دې برنامې د پیسو د بېځایه لګیدو هڅه وکړي، اختلاس کوونکي به له پښو وځړوي.

 

حکومت د وچو ډوډیو د ویش د برنامې پرځای د ”ملي دسترخوان“ په نوم بدیله برنامه چمتو کړې او نن پیلنۍ (چنګاښ۲۸)، دا برنامه په رسمي بڼه د حکومت د مشرتابه له لورې پرانیستل شوه.

د ولسمشر دویم مرستیال، محمدسرور دانش د دې برنامې په پرانیست غونډه کې وویل چې ملي دسترخوان د کرونا ویروس له کبله هیوادوالو ته د پيښ شوي فقر ګواښ د مخنیوي په موخه، پیل شوی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح هم وایي چې دا برنامه به په دوو پړاوونو کې پلي شي او حکومت په لومړي پړاو کې هڅه کوي چې ۱.۶۷ میلیونه کورنیو ته لومړني توکي وویشي.

د ښاغلي صالح په وینا؛ دا توکي چې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا او صابون په کې شامل دي، د لومړني پړاو د پلي کولو لګښت یې، ۸۶ میلیونه ډالره دی.

هغه زیاته کړه چې د ملي دسترخوان ټولیز لګښت، ۲۴۴ میلیونه ډالره دی او له څلور میلیونو ډیرې کورنۍ به یې تر پوښښ لاندې راوستل شي.

ولسمشر په دې مراسمو کې وویل چې دا برنامه به د هیواد ۹۰سلنه ډیر وګړي تر پوښښ لاندې راولي چې د ملي دسترخوان ډیره برخه، له هغو برنامو چې ناعملي وې، سپما شوې.

د هغه په وینا، د ملي دسترخوان برنامه د سیمه ییزو حکومتي چارواکو په څارنې، د ملي پیوستون د شوراګانو له لورې عملي کیږي.

ښاغلي غني سیمه ییزو مسوولینو ته سخت پیغام درلود چې د دې پيسو د بېځایه لګیدو مخنیوی دی وکړي.

هغه هیښتیا ورکړه، که مسوولین د دې برنامې د پیسو د بېځایه لګولو هڅه وکړي، اختلاس کوونکي به له پښو وځړوي.

حکومت په داسې حال کې د هیواد اړمنو کورنیو ته د مرستو د ویشلو ګام پورته کړی چې نړیوال بانک په خپل نوي ګزارش له ۵.۵ سلنې څخه ۷.۴ سلنې ته د اقتصادي ودې د کمیدو هیښتیا ورکړې ده.