1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ولسمشر لومړی مرستیال له یوې چاودنې روغ ووت

Kabul-explosion-2-1
09 Sep 2020

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د امرالله صالح د موټرونو پر کاروان برید کې، لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي؛ د قربانیانو د شمیر د لوړیدو اټکل شتون لري.

 

د ولسمشر د لومړي مرستیال د موټرونو کاروان، نن سحار (څلورنۍ، وږي۱۹)، د کابل ښار د تایمني مخکینۍ څلورلارې په سیمه کې، د یوې چاودنې موخه وګرځید.

د لومړي مرستیالۍ دفتر د دې برید وروسته اعلان وکړ چې په د پيښه کې، ښاغلي صالح ته تاوان ندی رسیدلی.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر د عامه اړیکو مشر، رضوان مراد ویلي چې د دې برید موخه، ښاغلی صالح وو او په دې پيښه کې، د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال درې تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلانپاڼه کې ویلي: دا پيښه په یوې کراچۍ کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له کبله وه او کله چې د ولسمشر د لومړي مرستیال، ښاغلي امرالله صالح د موټرونو کاروان له سیمې تیریده، چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت د شمیرنو پر بنسټ، په دې پيښه کې، لږ تر لږه لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له پنځلس تنو ډیر چې ښاغلی صالح هم په کې شامل دی، ټپیان شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند، اکمل سمسور آرزو ټلویزیون ته وویل چې په دې پيښه کې لس تنه مړه او ۳۹ تنه ټبیان روغتونونو ته لیږدول شوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د دې چاودنې وروسته په یوه انځوریز پیغام کې وویل چې په دې پيښه کې، د ده څو تنه ساتونکي ټپیان شوي. د ښاغلي صالح په وینا، په دې چاودنه کې دی او ځوی یې لږ ټپي شوي.

تراوسه چا یا کومې ډلې د دې پيښې پړه پرغاړه نده اخیستې او طالبانو هم په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

غبرګونونه:

ارګ د امرالله صالح د موټرونو په کاروان برید غندلی او دا یې ترهګریزه کړنه بللې.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي؛ ولسمشر غني د دې برید د غندلو ترڅنګ، ویلي چې ترهګر او بهرني ملاتړي یې له داشان جنایتونو سره، نشي کولای خلک د جمهوریت، او په هیواد کې د سولې او ټیکاو د ټینګیدو پر وړاندې بې باوره کړي.

د ملي روغې جوړې لویې شورا هم په یوې اعلانپاڼه کې، د امرالله صالح په موټریز کاروان برید ناځوانمردانه بللی او د دې پيښې د جدي څیړنې غوښتنه یې کړې ده.

په اعلانپاڼه کې راغلي چې په داشان شرایطو کې د ولسمشر په لومړي مرستیال برید، دا ښایي چې د سولې ښکاره او پټ دښمنان نه غواړي چې افغانستان سولې او ټیکاو ته ورسیږي.

د ولسمشر دویم مرستیال، د ملي امنیت شورا دفتر او د یو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو هم په جلا پیغامونو کې، دا پيښه غندلې ده.

په افغانستان کې د امریکا سفارت د دې پيښې غندلو سره، د سولې د خبرو په هراړخیز ملاتړ یې ټینګار کړی دی. 

د پاکستان د پارلمان غړي، محسن داوړ هم دا برید غندلی او ویلي چې دا کار د افغانستان د خلکو د دښمنانو له لورې شوی دی.