په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي امیرخانیار موټر د کابل جلال آباد ښار پر لویه لار د ناپيژانده وسله والو کسانو تر برید لاندې راغی.
په دې وسله وال برید کې ښاغلي امیرخانیار ته زیان نه دی اوښتی خو د هغه یوه ساتونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې پر ښاغلی یار برید غندلی او ویلي یې دي چې پر وطنپاله او خدمت کوونکو برید او د هغوی موخه ګرځول بشري ضد جنایت او له اسلامي ارزښتونو خلاف کړنه ده چې د حکومت لپاره د منلو نه ده.
ولسمشرغني همدا شان د دې پیښې د عاملینو د پیژندنې او دوی ته د سزا ورکونې غوښتنه کړې ده.