ولسي جرګې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د بودیجې د ځانګړې کیدو په موخه د روان مالي کال د بودیجې تعدیل رد کړ.
استازو په نننۍ ناسته کې (څلورنۍ، غبرګولي۲۸/جون۱۷)، دا طرحه د رایې اخیستلو په موخه ټولیزې غونډې ته وړاندې کړه او د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون د غړي سید عظیم کبرزاني په وینا، له اکثریت رایو سره نده منل شوې.
د ښاغلي کبرزاني په وینا، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د بودیجې په لګولو کې نه روڼتیا او د مالي کال د بودیجې کسر هغه څه دي چې له کبله یې جرګې دا طرحه رد کړه.
د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمیسیون وایي چې حکومت په دې طرحه کې د کرنې وزارت د برنامو لپاره اته میلیارده افغانۍ، د وچو ډوډیو د ویش لپاره ۶ میلیارده، له څلور میلیارده افغانیو ډيرې پيسې په کابل کې د دندو د رامنځته کولو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي او ملاتړیز واحد او د کوچنیو بندونو جوړولو ته ځانګړې کړې وې.
د مالیې وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي بیا وایي چې د ولسي جرګې له لورې د بودیجې د تعدیل د طرحې رد، د پروژو په پلې کولو او د بودیجې په لګولو منفي اغیزه کوي او جرګه یې باید تصویب کړي.
د یادونې ده؛ د ۱۳۹۹ کال مالي بودیجه، نږدې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې له دې منځه ۲۸۹ میلیارده افغانۍ یې عادي بودیجه او ۱۳۹ میلیارده یې پرمختیايي بودیجه جوړوي.