1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ولسي جرګې پلاوی: د پروان له سیلاو ځپلو سره د مرستو ګڼې جوپې ندي ویشل شوي

سیلاب-در-پروان-2
07 Oct 2020

د ولسي جرګې د پلاوي موندنې ښيي چې د پروان له سیلاو ځپلو سره ګڼې مرسته شوې جوپې ندي ویشل شوي؛ سیمه ییز پازوال باید عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپيژندل شي.

 

په پروان کې له سیلاوونو له راوتلو د نږدې یوې نیمې میاشتې تیریدو وروسته، د ولسي جرګې پلاوي نن (څلورنۍ، تلې ۱۶)، د ولسي جرګې ټولیزې غونډې ته خپلې موندنې شریکې کړې.

د دې پلاوي موندنې ښيي؛ که څه هم د پروان یو شمیر سیلاو ځپلې کورنۍ اوس مهال په بد حالت کې دي، خو د دې ولایت سیمه ییز پازوال د مرستو ګڼې جوپې خلکو ته نه دي ویشلي.

د دې پلاوي د موندنو پر بنسټ؛ ۷۰زره امریکایي ډالره او یو میلیون افغانۍ نقدې پيسې، د ۳۴۶۷ بوجۍ اوړو، ۲۲۳۴ کارته مکروني، ۳۷۶۵ قوتۍ اوبلن غوړي، ۴۶۷ کارتنه شیدې، ۲۰۰ کیږدۍ، ۲۰۰ ترپالونه، ۱۵۰۰ کمپلې، ۴۰۰ سطلونه، ۴۰۰ روغتیايي بستې او ۴۰۰ پښلنځي توکي، ۳۰۰ ګیډۍ خوراکي او ناخوراکي توکي ساتل شوي او سیلاو ځپلو ته ندي ویشل شوي.

د پروان سیلاو ځپلو د حالت د ارزونې د پلاوي غړی، سیداحمد سیلاب، په نننۍ ناسته کې وویل چې دې پلاوي د خوراکي او ناخوراکي توکو ۶ ساتنځایونه په بد حالت کې لیدلي.

د ولسي جرګې پلاوی، د پروان سیمه ییزه اداره سیلاو ځپلو کورنیو ته په رسیدنه کې په کم کارۍ تورنوي او لویې څارنوالۍ ته د دې مسوولینو د پيژندنې خبر ورکوي.

د پروان سیلاو ځپلو د حالت د ارزونې د پلاوي بل غړی، ظاهر سالنګي په دې تړاو وایي: هغو کسانو چې په مرسته شویو مرستو کې پټونه کړې او د دندې به ترسره کولو کې یې ناغیړي کړې؛ باید عدلي او قضايي بنسټونو له لورې ترې پلټنې وشي.

د ولسي جرګې د پلاوي به ګزارش کې، د پروان د والي په حواله راغلي چې سیمه ییز پازوال د بسیا مهال د نه لرلو له کبله، ندی توانیدلی چې خلکو ته مرستې وویشي.

د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وایي چې د مرستو د ډیروالي له کبله؛ یو شمیر یې سیلاو ځپلو ته ویشل شوي او دا بهیر همداراز دوام لري.

د یادونې ده؛ په پروان کې سیلاوونو د ۱۶۰ ډيرو وګړو ژوند واخیست او له یو زرو او ۲۰۰ ډیرې کورونه یې ویجاړ کړل.