| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ولسي جرګې ځانګړې ناسته؛ صالح او محب حاضر نشول
07 Nov 2020
د ولسي جرګې استجوابیه ځانګړې ناسته کې د ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي امنیت شورا د سلاکار نه حاضریدو، د قانون جوړوونکو غبرګون له ځانه سره درلود.
په داسې حال کې چې تمه کیده چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او څلور لوړپوړي امنیتي چارواکي، د ناکراریو د ډيریدو او په تیرو دوو اوونیو کې په کابل کې د ترهګریزو بریدونو اړوند د ځواب وینې لپاره، د ولسي جرګې په نننۍ (پیلنۍ، لړم۱۷)، ځانګړې ناسته کې حاضر شي، خو د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي امنیت شورا سلاکار په دې ناسته کې ګډون ونکړ.
د ولسي جرګې دویم منشي، حجت الله خردمند په دې ناسته کې وویل چې د ولسمشر لومړي مرستیال جرګې ته په یوه استول شوي لیک کې لیکلي: د ولسمشر لومړی مرستیال لیواله دی چې د اجنډا د ټاکل کیدو، تذکر او قانوني استناد په صورت کې او د اصولي او مناسبه تشریفاتو پام کې نیولو سره د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.
له دې سره هم مهاله؛ د ملي امنیت شورا سلاکار د ولسي جرګې له مشر سره په اړیکه ویلي چې دی اجرایي واک نلري او یواځې د امنیت شورا سکرتریت پازه پرغاړه لري. حمدالله محب ویلي، که روښانه اجنډا شتون ولري، چمتو دی چې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې؛ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست واکپالان د ځواب وینې لپاره حاضر شول. خو یو شمیر قانون جوړوونکو د امرالله صالح او حمدالله محب نه حاضریدل، د خلکو ارادې ته سپکاوی وباله.
د ولسي جرګې غړي، غلام حسین ناصري په دې ناسته کې وویل چې حکومت د خلکو ارادې ته درناوی نه کوي او حکومتي چارواکي باید ځواب ویونکي اوسي.
د ولسي جرګې بل غړي، مهدي راسخ هم د ناکراریو او چاودنو ډيریدو ته ګوتڅنډنه کړې او ویلي: د دې ټولو ناکراریو، ترورونو او چاودنو لامل، د امنیتي بنسټونو د واکونو محدودول دي.
له دې سره، د ملي دفاع وزارت واکپال، قانون جوړوونکو ته د ځواب وینې پرمهال، د دې ناستې د سري کیدو غوښتنه وکړه، خو د ولسي جرګې له غړو سره د سترو امنیتي چارواکو د ناستې له سري کیدو وروسته، دې ناستې لس دقیقې دوام وکړ.
د ولسي جرګې غړې، بلقیس روشن وویل چې په سري ناسته کې، سترو امنیتي چارواکو، هیڅ نوي څه ونه ویل.
ترهګریز بریدونو او مرګونو چاودنو په تیرو دوو اوونیو کې د ښوونیزو مرکزونو له زده کوونکو او زده کړیالانو قربانۍ واخیستې چې په دې تړاو ډير شکونه شتون لري او قانون جوړوونکي په دې تړاو د وضاحت غوښتونکي دي.
