1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ولس کور ته د نویو نوماند وزیرانو په پيژندنه کې ځنډ

مجلس-نمایندگان (1)
03 Oct 2020

د نوي حکومت له جوړیدو د اوو میاشتو تیریدو سره، تراوسه یو نوماند وزیر هم د باور رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته ندی پیژندل شوی.

 

په دولتي بنسټونو کې واکپالي، په تیرو پنځو ډیرو کلونو کې په افغانستان کې له حکومتولۍ سره تړلی دود دی.

د ملي شورا یو شمیر غړي وایي چې د نوي حکومت له جوړیدو د اوو میاشتو تیریدو وروسته، تراوسه نوي نوماند وزیران د باور رایې د اخیستلو په موخه دې، ولسي جرګې ته ندي پيژندل شوي او د دې کار دوام، د حکومتولۍ بهیر کمزوری کوي.

د مشرانو جرګې غړې، ګلالۍ اکبري ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو په پيژندنه کې په ځنډ د نیوکې ترڅنګ وایي چې پارلمان باید د نوماند وزیرانو د پيژندل کیدو لپاره په حکومت فشار ور وړي.

د ولسي جرګې غړي، رمضان بشردوست هم په دې تړاو وویل چې یو شمیر قانون جوړوونکي د کابینې په پيژندنه کې له ځنډ څخه، امتیاز اخیستنې په هڅه دي.

هغه زیاته کړه: د نوماند وزیرانو پيژندنه چې څومره وځنډیږي، د یو شمیر استازو په ګټه ده؛ ځکه دوی د امتیاز اخیستلو په حال کې دي.

 په همدې حال کې، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر وایي چې اوس مهال د نوماند وزیرانو د اسنادو د څیړلو بهیر پیل شوی دی.

ګل پادشاه مجیدي آرزو ټلویزیون ته وویل چې د روانې اوونۍ ترپایه به نوې کابینه د باور رایې د اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته وروپيژندل شي.

له دې ټولو سره، وبه لیدل شي چې د روانې اوونۍ ترپایه به نوې کابینه د باور رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وپيژندل شي، یا د تیر په څیر به بیا دا بهیر له ځنډ سره مخامخ شي.