د ونزویلا ولسمشر امریکا او کلمبیا د خپل هیواد پر وړاندې پر فتنه ګرۍ تورنوي.
نیکولاس مادورو ویلي دي چې هغه داسي راپورونه تر لاسه کړي چې ښیې ګاوندی هیواد (کلمبیا) د امریکا د پوځ له قوماندانۍ سره په همکارۍ د وزنزویلا په پولو کې د فتنه ګرۍ په حال کې دي.
هغه هیښتیا ورکوي چې په داسي حالت کې باید د هیواد د پوځ ټول ځواکونه یې په آماده باش حالت کې وې او له دې چلوټې پر وړاندې ودریږي.
مادورو د خپلو ویناوو په ترڅ کې وویل د دې فتنه ګرۍ موخه له کلمبیا سره په پولو کې د جګړې رامنځته کیدل او په دننه کلمبیا کې د اعتراضونو د پام لری کیدل بللي دي.
ویل شوې دي چې په ونزویلا کې سیاسي کړکیچ د روان کال جنوري میاشتې راهیسي وروسته له هغې چې د دې هیواد د پارلمان یو غړی خوان گوایدو د امریکا او کلمبیا په ملاتړ خپل ځان د ونزویلا د لنډمهاله ولسمشر په توګه اعلان کړی پیل شول.
د یادونې وړه ده چې د ونزویلا په کورني ساست کې د امریکا لاس وهنه د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي