1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې ولسمشرۍ غني ګټونکی اعلان کړ

اعلام-نتایج-انتخابات
22 Dec 2019

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه د ۱۳۹۸ لمریز کال ولسمشرۍ ټاکنو رایې ټولټال یو میلیون او ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې اعلان کړې.چې ولسمشرغني د ۵۰،۶۴ سلنه او عبدالله عبدالله هم د ۳۹،۵۲ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره په نوملړ کې لومړي او دویم ځایونه خپل کړل.

 

د تلې ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کیدو نږدی درې میاشتې وروسته نن (یوه نۍ د مرغومي لومړۍ/ډسمبر۲۲مه)د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرتابه په یوې ناستې سره د دې بهیر لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

دې خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ لمریز کال ولسمشرۍ ټاکنو رایې ټولټال یو میلیون او ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې اعلان کړې چې پر بنسټ یې محمداشرف غني ۹۲۳ زره او ۸۶۸ (۵۰،۶۴)سلنه رایو په تر لاسه کولو سره د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو کې ګټونکی شوی دی.عبدالله عبدالله هم د ۷۲۰ زره او ۹۹(۳۹،۵۲)رایو په تر لاسه کولو سره دویم او ګلبدین حکمتیار هم ۷۰ زره او ۲۴۳ (۳،۸۵)سلنه رایو په تر لاسه کولو سره درېم ځای خپل کړی دی.

رحمت‌الله نبیل هم د ۳۳ زره او  ۹۲۱ رایو (۱٫۸۶) سلنه، فرامرز تمنا با ۱۸ زره او و ۶۶ رایو (۰٫۹۹) سلنه، نورالله جلیلی د ۱۵ زره او ۵۲۶ رایو (۰٫۸۵) سلنه، عبداللطیف پدرام د ۱۲ زره  او ۶۰۸ رایو (۰٫۶۹) سلنه، عنایت‌الله حفیظ د ۱۱ هزار و ۳۷۴ رای (۰٫۶۲) درصد، حکیم تورسن با شش هزار و ۵۰۴ رای (۰٫۳۶) درصد، و احمدولی مسعود با ۳ زره او ۹۴۲ رایو (۰٫۲۲) سلنه، په ۱۴ مه رده بندۍ کې راغلی دی.

دا انځور په ټولنیز شبکو کې لاس په لاس شوی دی

 

 

په دې نوملړ کې شهاب حکیمی هم د درې زره او ۳۲۴ رایو (۰٫۱۸) سلنه، غلام فاروق نجرابی د ۱۶۰۶ رایو(۰٫۰۹) سلنه او نور رحمان لیوال د ۸۶۵ رایو (۰٫۰۵) سلنې رایو په تر لاسه کولو سره په نوملړ کې راغلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني چې د دې کمېسیون راپور یې په نننۍ ناسته کې ولوست،ټينګار یې وکړ چې دا راپور وروستی نه دی او اعتراض کونکي نوماندان کولای شي تر درېو راتلونکو ورځو خپل شکایتونه د شکایتونو په کمېسیون کې ثبت کړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې همدا شان  د تلې په شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو ګډون ۳۱ سلنه اعلان کړ چې د ۲۰۱۴ زیږدیزکال ټاکنو په پرتله ۸ سلنه لږ والی ښیې.

د ټاکنو لومړنۍ ټاکنې په داسي حال کې اعلانیږي چې لاهم د ټاکنو په بهیر کې کړکیچ پر خپل ځای دی او د ټاکنیزو کمېسیونونو کار په دې بهیر کې د ښکیلو ډلو قناعت نه دی تر لاسه کړی.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي