1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره: نن راتلونکی حکومت له خلکو خپل مشروعیت تر لاسه کوي

Noristani-600x300
28 Sep 2019

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانی د رای ورکونې پر مهال ویلي دي چې خلک به نن په خپل پراخ ګډون سره دا وښایې چې د هیواد سترې پریکړې په خپله نیسي.

هغه هیله منده ده چې د ملي یوالي او ملي ګټو پر بنسټ دې رایه ورکړي او د تلې شپږمه به د افغانستان په تاریخ کې مهمه ورځ وې.

میرمن نورستاني له ټولو دولتي او امنیتي بنسټونو وغوښتل چې بی پلوه پاتي شي او د تلې شپږمې ټاکنو کې د روڼتیا لپاره کار وکړي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی مولانا عبدالله وایې چې د درغلیو مخه به ونیول شي او د درغلیو عاملین به هم عدلي او قضایې بنسټونو ته وپيژندل شي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي