1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر وړاندې کړکیچونه،خلک به له راتلونکو لسو ورځو د رایو د صندوقو په لور ولاړ شي

107817899_66291467_2437368962952589_1157748914703564800_o
15 Sep 2019

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا د تلې شپږمې ولسمشریزو ټاکنو عملیاتي خپرونې په عملی کیدو کې پاتی راغلی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پازوال ټينګار کوي په داسی حال کې چې مخکې ټاکل شوی فرصت پایته رسیدلی لاهم د امنیتي کړکیچونو له کبله د هیواد ۷ ولایتونو ته حساس او نا حساس ټاکنیز توکي نه دي لیږدول شوی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وایې د کمېسیون د پلان پر بنسټ باید د وږې تر ۲۲ مې د هیواد ټولو ولایتونو ته د حساس او نا حساس ټاکنیزو توکو د لیږد بهیر پایته رسیدلی وای،خو له مخکې ټاکل شوی مهال پایته رسیدو سره دا توکي ۷ ولایتونو ته چې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي نه دي رسیدلي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ اجرایې مشر نعیم ایوب زاد وایې،نه یوازی کمېسیون بلکه ډيری بنسټونه له تخنیکی،سیاسي او امنیتي اړخه ټاکنو ترسره کیدو ته چمتو نه دي.

په دې منځ کې پر ټاکنو یوشمیر څارونکي بنسټونه وایې،د ټاکنو ترسره کیدو لپاره اوسنی چمتو والی بسنه نه کوي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایې چې اوس مهال د حکومت اصلی لومړیتوب د ټاکنو ترسره کیدو څرنګوالی او په دې بهیر کې د خلکو ګډون لپاره هڅونه ده.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي