1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ټاکنو له پلوه د سیاسي ناندرو د هواري اړوند د خلکو خوشبیني

3
17 May 2020

هیوادوال له سیاستوالو غواړي چې په هیواد کې د سولې د ټینګیدو او د خلکو د هوساینې لپاره کار وکړي.

 

د میاشتو ناندرو وروسته محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمځ د سیاسي هوکړې لاسلیک، د هیوادوالو ترمنځ خوشبینۍ ډیرې کړي او هیوادوال د دې هوکړه لیک له لاسلیک څخه هرکلی کوي.

اباسین هره ورځ په کابل ښار کې موټر چلوي او له دې لارې، د خپلې کورنۍ مشري ورپرغاړه ده. دی وایي چې په هیواد کې سیاسي کړکیچ، له موټرچلونې ډیر د ده پر اوږدو بار ایښی وو.

د کابل دا اوسیدونکی، د هوکړه لیک له لاسلیک څخه خوښ بریښي او په هیواد کې نوې او زرغونې پاڼې پرانیستل کیدو ته هیله من دی.

د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د دویم ځل سیاسي هوکړې، د ملي یووالي د حکومت د بیا ځلي کیدو اړوند هم اندیښنې راپارولې دي.

یو شمیر هیوادوال د تیر حکومت په پنځه کلنو کړنو د نیوکو ترڅنګ، له سیاستوالو غواړي چې دا ځل د سولې ټینګښت او د خلکو د ژوند هوساینې ته لومړیتوب ورکړي.

له دې سره، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې لویې شورا جوړیدل، د واک ۵۰ سلنه ویش او عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ نښان ورکړه، د دې هوکړې له مهمو ټکو څخه دي. هغه څه چې یو شمیر یې د وصل او یو شمیر یې د ولسواکۍ د پای پیر بولي.