د ولسي جرګې مشر وایي، چې دا پلاوی د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو د هواري لپاره، منځګړیتوب کوي.
ولسي جرګې، نن (څلورنۍ، اوري شپږمه/مارچ۲۵)، د ټاکنو له کبله د سیاسي ناندرو د هواري لپاره پلاوی وټاکه چې اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي پخلاینه وکړي.
د ولسي جرګې مشر، میر رحمان رحماني، په دې ناسته کې وویل؛ د اداري پلاوي ټول غړي به تر یوې یا دوو ورځو د یوه ځانګړي پلاوي په جوړښت کې د ټاکنو له کبله د رامنځته شویو سیاسي ناندرو د هواري لپاره د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
هغه ټینګار وکړ: “مونږ اداري پلاوی دا وړاندیزي طرحه له حکومت سره شریکوو. “
د یو شمیر استازو په وینا، په شخصي ګټو د دواړو لوریو ټینګار، د ټاکنو له کبله د سیاسي ناندرو هواری پیچلی کړی دی.
د ولسي جرګې غړی، عرفان الله عرفان وویل چې د دې حالت دوام د شرم وړ دی او دواړه لورې باید ژر تر ژره د دې کړکیچ د هواري لپاره سیاسي هوکړه وکړي.
له دې سره، یو شمیر استازي ټینګار لري چې جرګه باید د خلکو د تکل ښکارندوی په توګه د ولسمشرۍ دوو ادعا کوونکو ته هیښتیا ورکړي، که هوکړه ونکړي، د دولت اداره به په لاس ونیسي.
د ولسي جرګې یو غړي، غلام حسین ناصري په دې اړه وویل: “د جرګې مشر د اداري پلاوي له نورو غړو سره ولاړ شي او د حکومت دوو ادعاکوونکو لوریو ته یوه اوونۍ مهال ورکړي چې خپلې ستونزې هوارې کړي. که هغوی په یوې اوونۍ کې جوړجاړی ونکړي؛ د واک تشه رامنځته کیږي او هغه مهال د اساسي قانون د ۷۹ مادې پر بنسټ عمل وکړي.”
په همدې حال کې، د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع مشر، عزیز رفیعي وویل، په داسې حالت کې چې افغانستان د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دی او د سولې بهیر هم پیچلی شوی، په سیاسي ناندرو د سیاسي مشرانو بوختیا، د افغانستان لپاره زیانمنه تمامیدای شي.
ظاهراْ د ټاکنو له کبله سیاسي ناندرې پیچلې شوي، مخکې له دې هم یو شمیر کورنیو او بهرنیو څهرو، د دې ناندرو د هواري لپاره جدي هڅې وکړې، خو دا هڅې پاتې راغلې.
په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان له سیاسي مشرانو د نارضایتۍ له کبله، له هیواد سره د خپلو مرستو یو میلیارډ ډالره وځنډولې.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک