1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ټاکنو کمیسیون: له ۵۵۰۰ سیمو یوازې ۳ زره یې د بیا شمیرنې وړ دي

شکایات-انتخاباتی
25 Jan 2020

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د ټاکنیزو سیمو د بیا شمیرنې اړوند د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون لخوا وړاندی شوی نوملړ، فني نیمګړتیاوې لري.

 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپلو څیړنو پر دوام موندلي چې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون لخوا د بیا شمیرنې وړ سیمو اړودن وړاندی شوی نوملړ، فني ستونزې لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، مرزا محمد حق پرست ویلي، چې په دې نوملړ کې، زر داسې سیمې شتون لري چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان وړاندې، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا یې رایې بیا شمیرل شوې وې.

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون غړی قطب الدین رویدار وایي چې د لومړنیو رسیدنو په پایله کې له ۵۵۰۰ ټاکنیزو سیمو څخه رایې یې بیا شمیرنې ته تللي دي، یوازې د ۳ زرو سیمو رایې د بیا شمیرنې وړ دي.

ښاغلی رویدار ټینګار لري چې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون هڅه لري چې د بیا شمیرنې لپاره وروستی نوملړ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستوي.

د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون ټینګار لري چې د ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو د برخه لیک اړوند د پریکړې وروسته اټکل کیږي چې د بیا شمیرنې بهیر هم پیل شي.

ظاهراْ د رایو د بیا شمیرنې برخه لیک د ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو له برخه لیک سره تړلی دی. خو وبه ولیدل شي چې څه مهال دا بهیر پیلیږي او د ۳۰۰ زرو لانجمنو رایو په اړه به څه پریکړه وشي؟

آرزو خبري سایټ ــ شمس الرحمن خپلواک