د فیفا د ښځو د سیاسي حقونو د حق غوښتنې ډله وایي چې د حکومت مشرانو د ټاکنیزو سیالیو پرمهال ښځو ته په سیاسي برخه کې د پراغ ګډون د ونډې د ورکړې په ژمنې عمل ندی کړی.
د فیفا د د ښځو د سیاسي حقونو د حق غوښتنې ډلې، د ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله عبدالله په ګډون د تیرو ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د ژمنو منشور نن (یوه نۍ، چنګاښ۲۹)، چاپ او خپور کړ او د حکومت په کړنو یې نیوکې وکړې.
د فیفا د ښځو او ځوانانو برخې مسووله، مریم آروین بارکزۍ په دې برنامه کې وویل چې د نوي حکومت د کار له پیله د څلورو میاشتو تیریدو سره، اوسنيو مشرانو په خپلو ټاکنیزو ژمنو عمل ندی کړی.
هغې ټينګار وکړ چې د حکومت مشران له ښځو د ابزاري ګټنې او ورته د ننداریزې ونډې د ورکړې په هڅه دي.
د فیفا د د ښځو د سیاسي حقونو د حق غوښتنې ډله ټینګار لري چې حکومتي جوړښتونه لکه د ښځو چارو وزارت تراوسه په ننداریزه بڼه فعالیت لرلی او دا وزارت د ولسمشر د ټاکنیزو ژمنو پرخلاف، د پالیسیو په اجرایي کولو کې د پریکړې ونډه نلري.
خو د ښځو چارو وزارت وایي چې اوس د حکومت په جوړښت کې د دې وزارت ونډه اجرايي ده.
د شځو چارو وزارت ویانده، رویا دادرس په دې اړه آرزو ټلویزیون ته وویل چې اوس مهال، په حکومت کې د ښځو ونډه پراخه ده او دا بهیر همداراز لا پیاوړی کیږي.
د فیفا د ښځو د سیاسي حقونو د حق غوښتنې ډله، په داسې حال کې چې د ۳۴ ښځینه مرستیالانو د ګومارنې اړوند د حکومت وروستۍ پریکړه ستایي؛ خو دا بسیا نه بولي.
دا بنسټ همداراز په دې کلیدي بستونو کې د ښځو د ټکانې او ګومارنې لپاره د روڼ، روښانه او عادلانه میکانیزم د نشتون له کبله اندیښمن دی.
د فیفا د ښځو د سیاسي حقونو د حق غوښتنې د ډلې غړې، گلالۍ محمدي وویل چې دا ډله په ولایتونو کې د ښځینه والیانو، ولسوالانو، ښاروالانو د ګومارنې او په کابینه کې د ۳۰ سلنه ونډې غوښتنه لري.
په لویو سیاسي بهیرونو کې د ښځو د ډير ګډون او په لوړو حکومتي څوکیو د هغو د ګومارنې اړوند په داسې حال کې دا غوښتنې مطرح کیږي چې نوي حکومت، تراوسه دوه میرمنې د نوماند وزیرانو په توګه پيژندلي دي.