| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون تر فشارونو لاندی دی
27 Jan 2020
د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون پازوال ویلي چې ټاکنیزو ناندرو او د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر اوږد مهال، دوی تر ډیر رواني فشار لاندې راوستي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون پازوال د ویناوو له مخې، دا بنسټ د رواني فشارونو له څپو سره مخامخ دی.
د دې کمیسیون منشي، قاسم الیاسي ټینګار کړی دی چې رامنځته شویو ټاکنیزو ناندرو او د ټاکنیزو ډلو سختو څرګندونو، له هر مهاله ډیر دا بنسټ تر رواني فشارونو لاندې راوستی دی.
هغه زیاته کړه: هغه خبرې چې په رسنیو کې کیږي، په خواشینۍ سره چې ټاکنیزې ډلې سیاسي اخلاقي نورم په پام کې نه نیسي چې په خواشینۍ سره دا خپله یو ډول رواني فشار دی.

قاسم الیاسي د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون منشي
د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان وروسته، ټاکنیزو ډلو بیلابیل ایتلافونه جوړ او هر ځلي یې د ټاکنیزو کمیسیونونو او په ځانګړې توګه د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون په کړنو نیوکې کړې دي.
په همدې حال کې، د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ اجرایي مشر، نعیم ایوب زاده وایي چې ټاکنیز کمیسیونونه د ټاکنو په بهیر د څارونکو بنسټونو لخوا هم تر فشار لاندې دي. دی ټینګار کوي چې د ټاکنو په بهیر د څارونکو بنسټونه څارنه به د دې بنسټونو په کار کې د روڼتیا لامل وګرځي.
له بلې خوا، د ټاکنیزو کمیسیونونو یو شمیر مخکیني غړي وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون پر ځینو فشارونو پرده اچوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مخکینی مشر، داوود علي نجفي آرزو ته وایي، چې د رواني فشارونو ترڅنګ، دا کمیسیون له سیاسي فشارونو سره هم مخامخ دي.
“د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په لیدلوري کې توپیر له دې کبله دی چې لومړی دوی په ځینو خواوو پورې تړاو لري، له کوم ځایه چې پيژندل شوي او دویم هغه فشارونه چې له بهره پر کمیسیون راوړل کیږي.”
مخکې له دې د ټاکنو په بهیر یو شمیر څارونکو بنسټونو هم پر ټاکنیزو کمیسیونونو د جدي سیاسي فشارونو له شتونه پرده پورته کړې وه. هغه سکالو چې په کلکه د ټاکنیزو کمیسیونونو لخوا رد شوې وه.
آرزو نیوز- شمس الرحمن سباوون خپلواک

قاسم الیاسي د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو د کمیسیون منشي