د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپو د طالبانو له سیاسي مرستیال ملابرادر سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان تر منځ خبرو په اړه خبرې اترې کړې دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې په دې د آمریکا د بهرنیو چارو وزیر او ملابرادر په دې ویډیو کنفرانس کې د بندیانو خوشې کیدنه د افغانانو ترمنځ خبرو پیل لپاره مهم بللي دي.
د آمریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ دولتي بندیانو له بنده خوشې شي، چې له دې منځه تر اوسه د افغانستان حکومت ۴۶۰۰ طالب بندیان له بنده خوشې کړي او طالبانو هم نږدې ۱۰۰۰ دولتي بندیان له بنده آزاد کړي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پربنسټ،پاتې طالب بندیان د درندو جرمونو لکه وژنو،سړي تښتونو او نشه یي توکو د قاچاق له کبله بندي شوي دي چې آن یوشمیر یې له دو څخه تر څلویښتو کسانو وژنو له کبله په اعدام محکوم شوي دي.
د افغانستان حکومت مخکې له دې ویلي دي چې لویه مشورتي جرګه چې تمه ده( د جمعۍ په ورځ زمري په ۱۷/اګسټ ۶) ترسره شي، د دې ډلې د څلور سوه بندیانو د خوشې کیدو په اړه پریکړه کوي.