1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د پانګونې پر وړاندې ننګونې؛ سوداګر د ناکراریو د ډیریدو له کبله اندیښمن دي

بازرگانان
17 Dec 2020

یو شمیر سوداګر هیښتیا ورکوي که د سولې خبرې پایله ونلري او جګړه دوام ومومي، ډیرې پانګې به له هیواد څخه بهر شي.

 

له سلو ډیر کوچني، منځني ​​او لوی پانګوالو نن (پنځنۍ، لیندۍ۲۷)، د همکارۍ د پراختیا د هوکړه لیک د لاسلیک او د افغانستان د سوداګرۍ لارښود کتاب مخکتنې لپاره راټول شول ترڅو د سوداګرۍ پر وړاندې د ستونزو او فرصتونو په اړه خبر وکړي.

سوداګرو په دې ناسته کې، د سولې خبرو اترو کې دوامداره سیاسي کړکیچ، ډیریدونکې ناکرارۍ او پراخ اداري فساد په هیواد کې د خصوصي سکتور د کار پر وړاندې جدي خنډ په ګوته کړ.

پانګه وال خلیل الله انوري په دې ناسته کې وویل چې په هیواد کې روانو ستونزو، په افغانستان کې د پانګونې بهیر له جدي خنډ سره مخامخ کړی دی.

بل سوداګر او پانګه وال محمد رفیق کاکړ په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې امنیتي ستونزو او سیاسي حالاتو په هیواد کې په پانګونې منفي اغیزه لرلې او حکومت له دې ستونزې د بهر تلو لپاره باید ژر تر ژره لاس په کار شي.

له بلې خوا د دې غونډې په څنډه کې، د کورنیو محصولاتو او خدماتو بازارموندنې لپاره یو نندارتون هم جوړ شو.

د دې نندارتون یو شمیر ګډونوال، حکومت د کورنیو تولیداتو په نه ملاتړ تورنوي.

سیداشرف هاشمي د دې نندارتون جوړوونکی دی. دی وایي چې هیواد ته د ورته بهرنیو توکو او محصولاتو واردیدل د دې لامل شوي چې په هیواد کې له کورنیو تولیداتو لږه ګټنه وشي.

کرهنیز محصولات، لاسي صنایع، روغتیایي او ودانیزې چوپړتیاوو، د یوې ورځې لپاره دلته نندارې ته وړاندې شول، او پانګه وال تمه لري چې دولت ورته په هیواد کې دننه او بهر د بازار موندنې لپاره زمینه برابره کړي.