د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان اسکات میلر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوا سره په راولپندي کې لیدنه او د سولې خبرو اترو په اړه خبرې کړي دي.
د پاکستان اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي دواړ خواوي د سیمې امنیت،د افغانستان د سولې بهیر او په دې بهیر کې د پاکستان رول په اړه خبرې کړي دي.
ښاغلي خلیل زاد د افغانستان د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره د خپل سفر په نوي پړاو کې تیره اوونۍ د افغان چارواکو سره په کابل او د طالبانو له پلاوي سره په دوحه کې لیدنه کړې ده.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې له ولسمشر غني څخه د سولې په بهیر کې د سمدستي ګام غوښتنه کړې او هیښتیا یې ورکړې چې د افغان مشرانو ترمنځ بې اتفاقي د ۹۰ لسیزې د ناوړه پایلو لامل شوی او نباید دا کار یو ځل بیا تکرار شي.