د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې د بهیر او د سیمې د امنیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق هم حضور درولود.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له ښاغلي صادق سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر او د سیمې امنیت او ګډو ګټو په اړه هم بحث وکړ.
د پاکستان ځانګړی استازی وایي د دوستانه او له قید او شرط ملاتړ پرته، د سولې د بهیر ترسره کیدل نا شونی وو.