ولسمشرۍ ماڼۍ او یو شمیر سیاسیون په پاکستان کې د میشتو پښتنو د ساتنې د غورځنګ د مشر د خوشې کیدو غوښتنه کړې، خو پاکستان ویلي، افغانستان دې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.
لسګونو تنو د پاکستان د پولیسو لخوا د پښتنو د ساتنې د غورځنګ د مشر، منظور پشتین د نیولو په غبرګون کې، نن (دوه نۍ، د سلواغې ۸/جنوري ۲۸) په کابل، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې لاریون وکړ.
اعتراض کوونکي وایي، چې د پاکستان دولت، منظور پشتین په ناقانونه توګه نیولی او باید ژر تر ژره یې خوشې کړي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوې اعلانپاڼه کې د منظور پشتین د نیولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا ګام یې د سیمې ستونزو ته لمن وهل بللي دي.
په دې اعلانپاڼه کې راغلي دي:
په داسې حال کې چې زمونږ سیمه د افراطیت او ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ ده، د سيمې حکومتونه باید له سوله ییزو خوځښتونو چې د عدالت لپاره کار کوي، ملاتړ وکړي او د هغو پر وړاندې د هر ډول ځواک او تاوتریخوالي له ګټنې ډډه وکړي. د داشان سوله ییزو خوځښتونو پر وړاندې اختلافونه باید د خبرو او تعامل له لارې هوار شي.
مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم په یوې جلا اعلانپاڼه کې، د پاکستان لخوا د پښتنو د ساتنې د خوځښت د نیولو له کبله خواشیني ښودلې ده.
شاغلي کرزي ویلي دي: په داسې حال کې چې زمونږ سیمه د افراطیت او ترهګرۍ له درده رنځ وړي، د داشان سیاسي مشرانو نیول او ربړول چې د عدم تشدد، په سوله ییزه او مدني بڼه خپل لیدلوری بیانوي او حق غوښتنه کوي، دا خپله کړکیچ او ستونزو ته یو ډول لمن وهل بلل کیږي.
مخکیني ولسمشر همداشان له پاکستان څخه غوښتي چې “ژر تر ژره منظور پشتین له بند څخه آزاد کړي.”
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د منظور پشتین د نیولو اړوند د افغانستان د دولت دریځ، د اسلام آباد په چارو کې د کابل ښکارنده لاسوهنه بللې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلانپاڼه کې راغلي دي: د ولسمشر اشرف غني له وروستي ټویټ څخه د جدي اندیښنې څرګندولو سره، دا د پاکستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بولو. باور لرو چې داشان بیانیې، د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې، اغیزمنې نه دي.
د منظور پشتین د نیولو اړوند د ولسمشر دریځ، په هیواد کې دننه هم یو شمیر نیوکې له ځانه سره لرلې دي.
د خواله رسنیو یو شمیر کاروونکو په جلا جلا غبرګونونو کې، له حکومته غوښتي چې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پرځای دی، د افغانستان د کورنیو سکالو په هواري ځیرنه وکړي.
منظور پشتین، په پاکستان کې د پښتنو د ساتنې د خوځښت مشر او د پاکستان د اردو سخت منتقد دی. ښاغلی پشتین دوه ورځې وړاندې په پيښور کې د پاکستان د پولیسو لخوا ونیول شو.