ولسمشرۍ ماڼۍ دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشرغني د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو د څلورمې ناستې په څنډه کې د جمعي په ورځ (دمۍ په ۳۱ مه) په سعودي عربستان کې د پاکستان له لومړي وزیر سره لیدنه کړې ده.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو،دسولې پر بهیر،امنیت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړې دي.
ولسمشرغني په دې لیدنه کې د پاکستان له فضایی حریم څخه هند ته د افغانستان د الوتکو د پروازونو مخنیوی ستونزه هم له عمران سره شریکه کړې چې ښاغلي خان ددې ستونزې د حل ژمنه سپارلې ده.
دپاکستان لومړی وزیر همدا شان ویلي دي چې په افغانستان کې ټیکاوو به د سېمې د خلکو د بی وزلې د لمنځه وړو او هوساینې لامل شي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي