په سل هاوو کسان په لاهور او کراچۍ ښار کې په منځنۍ ختیځه کې د امریکا اقدامونو پر ضد لاریون وکړ او هغه یې وغندل.
د راپورونو پر بنسټ،دا اعتراضونه د امریکا له لوري د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني د وژنې په لسمه ورځ د پاکستان په بیلابیلو ښارونو په تیره بیا لاهور او کراچۍ کې په لاره اچول شوي دي.
ویل شوي دي چې په دې اعتراضونو کې سیاسي څیرې،دیني عالمان،مدني بنسټونه او یوشمیر زدکړیالان شامل دي،چې د قاسم سلیماني د انځور او د ایران او عراق بیرقونو په لیږدولو سره په لاهور ښار کې د امریکا د سفارت په لور روان شول او له منځنۍ ختیځ هیوادونو څخه د امریکایې ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول.
یو شمیر دا اعتراض کوونکي همدا شان په عراق کې د ایران له لوري د امریکا اډو موځه ګرځول د امریکایې چارواکو لپاره سخت او شرمونکی ځواب وباله.
دا اعتراضونه په داسي حال کې ترسره کیږي چې د قاسم سلیماني په وژنې سره،د پاکستان په ګډون یو شمیر نورو هیواودنه لکه سوریه،یمن او عراق هم د پراخو امریکا ضد لاریونونو شاهدان و او اعتراض کوونکو په یوشمیر هیوادونو کې د امریکا ترهګریز اقدامونه وغندل.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي