د نبي زاده مرستندویه بنسټ د مرستو کاروان، پرون (درې نۍ، وږي ۱۱)، په پروان کې د وروستیو سیلاو ځپلو لاسنیوي ته ورسید.
د نبي زاده مرستندویه بنسټ اجرايي پازوال، احمدنژند رحیمي د هیواد له اړمنو سره د دې بنسټ د مرستو د بهیر د دوام پر سر ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی د پروان له سیلاوځپلو کورنیو سره، د لومړنیو توکو مرسته وکړه.
په پروان کې وروستۍ طبیعي پيښې، پراخ مالي او ځاني تاوان اړولی او د دې ولایت د یو شمیر اوسیدونکو هر څه یې له ځانه سره وړي دي.
د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار د دې مرستو د ویش د ستاینې ترڅنګ، وایي چې په دې ولایت کې سیلاوځپلي ډیرۍ سرپناه ته اړتیا لري.
په همدې حال کې، یو شمیر سیلاوځپلې کورنۍ د نبي زاده مرستندویه بنسټ له مرستو د مننې ترڅنګ، په داشان کړکیچنیو شرایطو کې دا مرستې، په مهال بولي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم د مرستو غوښتنه لري.
د پروان وروستیو سیلاوځپلو د یوې کورنۍ غړی، خواجه اشرف وویل چې د نبي زاده مرستندویه بنسټ له مرستو خوښ دی. خو هغه وویل چې اوس مهال سلګونه کورنۍ د سرپناه له نه لرلو رنځ وړي او حتې ډیریو په دې پيښه کې خپله روحي روغتیا له لاسه ورکړې.
پيښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ په تیرو څو ورځو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې سیلاوونو، نږدې ۲۰۰ تنو ژوند اخیستی او لسګونه تنه نور یې ټپيان کړي دي.