1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د بریښنا یوه ستن به بم الوځول شوې

44441-1
27 Jun 2021

د بریښنا شرکت د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د وارداتي بریښنا د یوې ستنې له چاودنې خبر ورکوي.

د بریښنا شرکت اعلان کړی دی چې تمه وه د ویجاړ شویو ستنو بیرته رغیدو سره، نن د کابل او نورو ولایتونو بریښنا بیرته نښلیدلې وای، خو په پروان کې د بریښنا د ستنې په چاودنې سره، یو ځل بیا کابل او نور ولایتونه بې بریښنا شول.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ دې ریاست د وارداتي بریښنان د مزي له نښلیدو خبر ورکړ چې څو موده مخکې د جګړو له کبله د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې پرې شوې وه.

د بریښنا د ستنو پرلپسې چاودنو د هیواد والو په تیره بیا د پلازمینې د اوسیدونکو تندې نیوکې را ولاړې کړې دي.