د برښنا شرکت له حکومت څخه غواړي چې د برښنا شرکت د پورونو د راټولولو په برخه کې له دې بنسټ سره مرسته وکړي.
د برښنا شرکت وایي چې د بريښنا صادروونکو هیوادونو ته د پیسو په استولو کې د ځنډ له کبله، اټکل کیږي چې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې برېښنا پرې شي.
د برښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي آرزو ټلویزیون ته د دې ځنډ لامل، د کرونا ویروس خپریدل او د پیرودونکو او په تیره بیا د زورواکانو او حکومتي بنسټونو له لورې د بريښنا د لګښتونو نه ورکړه په ګوته کړه.
د دې شرکت مسوولین له حکومت څخه د پور ورکولو او د هیوادوالو له لورې د دې شرکت د پور د راټولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه لري.
ښاغلي توحیدي همدراز وویل چې دا بنسټ د بریښنا له صادروونکو هیوادونو سره، په یوې نوې طرحې خبرې لري چې د بریښنا لګښت، د کرونا ستونزې تر هواري ورنکړل شي.
له دې سره یو شمیر هیوادوال، دا شرکت د زورواکانو له لورې د بريښنا د پيسو په راټولولو کې په بې وسۍ تورنوي.
د کابل یو شمیر اوسیدونکي په دی باور دي چې د برښنا شرکت، له زورواکانو د بریښنا د پیسو د ټولولو وس نلري او دا پيسې د بریښنا د لګښت په بلونو کې، پر خلکو ورتپي.
خو د برښنا شرکت د هیوادوالو له لورې د بریښنا د لګښت په راټولولو کې دوه ګونی چلند نه مني او ټینګار لري چې په دې برخه کې ځواب ویلو ته چمتو دي.
د بريښنا د پيسو په راټولو کې په دوه ګوني چلند په داسې حال کې نیوکه کیږي چې د بریښنا شرکت د بودیجې د کمښت له پلوه ستونزمنې ورځې لري او د دې شرکت سلګونه پوروړو، تراوسه د بریښنا څو کلن لګښت ندی ورکړی.
د برښنا شرکت له لورې په دې وروستیو کې د خپور شوي نوملړ پر بنسټ، د دې شرکت ۶۶۹ پیرودونکي چې زورواکان او کارخونې په کې شاملې دي، نږدې یو میلیارد افغانۍ د بريښنا د لګښت له کبله پوروړي دي.