1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د پوځي چورلکې د نسکوریدو له عاملینو په غچ اخیستې د ولسمشر ټینګار

غنی
18 Mar 2021

ولسمشر غني نن (پنځنۍ، د کب اته ویشتمه)، په یوې وینا کې وویل چې د میدان وردګ په بهسودو ولسوالۍ کې د پوځي چورلکې د نسکوریدو عاملینو ته سخته سزا ورکړل شي.

 

هغه زیاته کړه چې حکومت هیڅ کله هم نه پریږدي چې د امنیتي سرتیرو د شهیدانو وینه بېځایه تویه شي.

په میدان وردګ کې د پوځي چورلکې د نسکوریدو په پایله کې، ۹ تنو پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا چورلکه تیره شپه د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې نسکوره شوې چې په پایله کې یې، د چورلکې څلورو خدمو او پنځو امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.