1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د پوځیانو له لورې د طالبانو له ولکې د دوو ولسوالیو آزادول

219190637_241386837813501_6630669925532191914_n
18 Jul 2021

امنیتي سرتیرو د طالبانو له منګولو د پروان د سرخ پارسا او د غزني د مالستان ولسوالیو د بیا نیولو خبر ورکړی.

 

د ملي دفاع وزارت نن (یوه نۍ، چنګاښ اوه ویشتمه)، په یوې اعلانپاڼه کې د پروان ولایت د غوربند درې د سرخ پارسا ولوسالۍ د نیولو خبر ورکړ.

د ملي دفاع وزارت همداراز ویلي چې له دې ولسوالۍ د طالب جنګیالیو د بشپړ پاکولو لپاره د پوځیانو عملیات روان دي.

له بلې خوا، نن له غرمې مخکې، د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له شتونه د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د مرکز د بشپړ پاکولو خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د طالبانو جنګیالیو د سختې مرګ ژوبلې وروسته له دې ولسوالۍ تیښته کړې ده.

د طالبانو ډلې تراوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.