د پوځ میرمنو موتړ نن سهار په مزارشریف ښار کې د ناپيژانده وسله والو کسانو لخوا په نښه شو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي نن سهار ۷:۳۵ دقیقې (د مرغومې۲۳/ جنوري۱۲) ناپیژانده وسله والو کسانو د مزارشریف ښار د پنځمې حوزې په اړوندو کې د پوځ ځواکونو پر رنجر یې دزې وکړې چې په پایله کې د پوځ ځواکونو دو میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور هم ټپیان شوي دي.
ښاغلي رضایي زیاته کړه چې دا د پوځ میرنو موټړ هغه مهال د وسله والو کسانو لخوا په نښه شو چې دندې ته تللې.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند همداراز زیاته کړه چې د دې میرمنو څخه یوې یې تازه په پوځ کې کار پیل کړې وو.
ښاغلی رضایی د موټړچلوونکي روغتیایي حالت نازک بولي.