1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د پکتیا د ولایتي شورا مرستیال د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شو

119737191_248952599735026_1919034211267456320_n
19 Sep 2020

د پکتیا د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایي پکتیا د ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال نن سهار ( د وږې/سنبلې ۲۹، سپټمبر ۱۹) په ګردیز ښار کې د ناپيژانده وسله والو کسانو په برید کې ووژل شو.

د راپورونو پربنسټ ، ښاغلی غروال په دې پیښه کې لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې سا ورکړې ده.

له بلې خوا ولسمشرۍ ماڼۍ د دې برید په غندلو سره ویلي دي چې ولسمشرغني اړوندو ارګانونو ته د پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لارښوونه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، د تروریستانو او جنایتکارو پر وړاندې به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه ادامه ولري.

د دې پیښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.