1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ژنیف ناسته؛ د افغانستان حکومت د اداري فساد دوسیو په څیړلو بوخت دی

greening-the-united-nations-in-geneva_1280x960
14 Oct 2020

د افغانستان اړوند د ژنیف ناستې ته په نږدې کیدو سره، لویه څارنوالي د ۴۰ ډیرو حکومتي چارواکو د فساد د دوسیو په څیړلو بوخته ده.

 

اوس مهال لویه څارنوالي، د ۴۰ ډیرو حکومتي چارواکو د فساد دوسیې په میز لري.

د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي آرزو ټلویزیون ته وویل، چې په دې دوسیو کې، څلور مخکیني والیان، د کابینې دوه مخکیني وزیران، او د عامې روغتیا او کانونو وزاراتونو یو شمیر مخکیني مرستیالان او سلاکاران په فساد او د واکونو په ناسمه ګټنې تورن دي او دا دوسیې د لویې څارنوالۍ له لورې څیړل کیږي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال، سبحان مصباح په دې اړه وویل چې لویه څارنوالي باید د فساد مهمې دوسیې له خلکو سره شریکې کړي چې خلک د دوسیو تر نفوذ لاندې نه راتلو له کبله ډاډمن شي.

د ژنیف ناسته د را روانې زیږدیځې میاشتې په پای کې د فساد پر وړاندې د مبارزې مخ آړ سره له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ د دوام اړوند ترسره کیږي.

یو شمیر هم د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د حکومت نوې هڅې، له ژنیف ناستې سره تړلې بولي.

په همدې حال کې، د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ اجرایي مشر، سیداکرام افضلي اندیښنه لري چې د ژنیف په ناسته کې د افغانستان دولت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په کار کې د کمکارۍ له کبله، ونشي کولای په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ ژمنه ترلاسه کړي.

ښاغلي افضلي همداراز په حکومت کې دننه یو شمیر کړۍ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له بنسټونو په سیاسي ګټنې تورنې کړې.

د افغانستان اړوند د ژنیف وروستۍ ناسته په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوه او په هغې ناسته کې د افغانستان دولت د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خپلو کړنو وضاحت ورکړ، خو د ۲۰۲۰ کال ناسته د فساد پر وړاندې د مبارزې مخ آړ سره راتلونکو ۴ کلونو کې له افغانستان څخه د مالي ملاتړ لپاره د نړیوالې ژمنې د غځیدو په موخه ترسره کیږي.