د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کمښت لپاره د حل لارې موندلو په موخه د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالي سره د مبارزې بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه. دغه ناسته چې څلور ورځې به دوام وکړي، د بحث یوه برخه یې په دولتي ادارو، په تیره بیا ولسمشرۍ ماڼې کې اخلاقی فساد تورونه دي .
لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي چې د اخلاقي فساد دوسیې چې په هره کچه وي باید وڅيړل شي او د جنسي ځورونې قربانیان باید عدلي او قضایې بنسټونو ته مراجعه وکړي. خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دا تورونه سیاسي چلوټې او د شرم وړي بولي. هغه ټینګار لري چې ولسمشر په خپله له دې تورونو پاک دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې هم په دې برخه کې اندېښنه ښودلې ده
. د ملګرو ملتونو سازمان د بشرحقونو سترې کمېسارۍ استازی ریچارد وايي، دغه تورنه باید وڅېړل شي. (( د ښځو ځورونه باید جدي ونیول شي دا زمونږ له انديښنو څخه ده چې باید د ښځو لپاره خوندي کاري چاپیریال رامنځته شي.
دا کاري اندیښنه د عدلي او قضایې بنسټونو باور تر پوښتنو لاندې راولي.)) ښاغلی دانش او د ښځو چارو وزیره دلبر نظري همدا شان د قانون په واکمنۍ کې کمزورتیا او په عدلي او قضایي بنسټونو کې له سزا د بښنې دود له هغو لاملونو بولي چې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي زیاتوالی لامل شوی دی.
دا اندیښنې په داسی حال کې مطرح کیږي چې مخکې له دې د ولسمشر مخکیني سلاکار حبیب الله احمدزي او د امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مخکینۍ سلاکارې مریم وردګ، ولسمشرۍ مانۍ د فحشا په دود او له ښځو جنسی ګټنې تورنه کړی وه.
آرزو خبرې سایټ – وحیده لوراند