په افغانستان کې له دې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کیږي چې میرمنې په هیواد کې لا هم په بیلابیلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخې دي.
خو ولسمشرغني په تیرو ۲۰ کالونو کې د ښځو ونډه تاریخي بولي او وايي چې نن افغانې میرمنې د برخلیک خاوندانې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان په یوې اعلانپاڼه کې ویلي دي چې د ښځو له حضور پرته تلپاتې سوله ناشونې ده او باید د سولې په خبرو اترو کې ښځو ته ډيره ونډه ورکړل شي خو دې چارې ته دوی د ټولنې،دولت او نړیوالې ټولنې هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو سازمان ځانګړې استازې دیبرالاینز ویلي دي “ د سولې بهیر، ځواکمنې افغان میرمنې صحنې ته راوستې دي، چې د افغانستان په استازیتوب د خبرې اترې کوي او په خپله ټولنه کې د جګړو له سوله ییزې حل لارې ملاتړ کوي”.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې ټینګار کړی دی چې د سولې د خبرو اترو بهیر چټکوالي سره هم مهاله، د بشري حقونو لاسته راوړنو قرباني کیدو په اړه چې د دوی په آند په ډیرې ستونزې سره تر لاسه شوې دي اندیښنې هم ډيرې شوې دي.
په همدې حال کې د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر عبدالله عبدالله د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ ویلي دي چې حکومت په اساسي قانون کې راغلیو خپلواکیو او حقونو څخه دفاع او د هیواد ملي لویو بهیرونو په تیره بیا سولې خبرو اترو کې د دوی له معنا لرونکي ونډې ملاتړ کوي او د ښځو د حضور پرته سوله معنا نه لري.
په افغانستان کې د ښځې له نړیوالې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کیږي چې هر کال په دې هیواد کې ډيری ښځې د کورنیو تاوتریخوالو،موخه ییزو وژنو او ترهګریزو بریدونو قرباني کیږي.