په کابل او ننګرهار کې د تیرې ورځې ترهګریز بریدونه (غوايي۲۳/ مۍ۱۲) له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلانپاڼه کې دا بریدونه غندلي او ویلي، تر هغه چې تاوتریخوالی کم نه شي او د افغانستان د سیاسي کړکیچ د هواري په برخه کې پرمختګونه رامنځته نشي، افغانستان به تل د ترهګرۍ له اړخه زیانمن پاتې شي.
اعلانپاڼه زیاتوي چې طالبانو په دې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي، له همدې کبله د افغانستان حکومت او طالبان باید د دې بریدونو عاملین عدالت ته وکاږي.
په کابل کې په سل بستریز روغتون د وسله والو یرغلیز برید او په ننګرهار ولایت کې د یوې جنازې په مراسمو کې په ځانمګري برید کې څه نا څه ۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه د پاسه ۹۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.