1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کابل- جلال اباد لویه لار کې د دوو ترافیکي پيښو له امله د ۳۸ تنو مرګ ژوبله

کابل
31 Jul 2021

د لغمان سیمه ییز چارواکي د کابل- جلال اباد په لویه لار کې د دوو ترافیکي پيښو په پایله کې د ۲۰ تنو له مړیني او د ۱۸ تنو له ټپي کیدو خبر ورکوي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وایي تیره شپه د کابل- جلال اباد لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوندو په نارنج باغ سیمه کې یو کاستر موټر له یوه سراچه ډوله موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې د میرمنو او ماشومانو په ګډون اته تنه مړه او لس تنه نور هم ټپیان شوي دي.

ښاغلی دولت زی زیاتوي چې دویمه پيښه هم د قرغیو ولسوالۍ اړوندو په عزیز خان سیمه کې یو ټودي موټر له دو سراچه ډوله موټرو سره ټکر کړی چې د دې پيښې په پایله کې ۱۲ تنو خپل ژوند بایللی او ۸ تنه نور هم ټپيان شوي دي.

د لومړنیو معلومات له مخې دا دوې ترافیکي پيښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطې له امله شوي دي.

د کابل- جلال اباد لویه لار چې د لغمان ولایت څخه تریږي تل د مرګونو پيښو شاهده ده.