د کابل درییمې امنیتي حوزې ته څیرمه د شیرشاه سوري په جومات کې په نننۍ (جمعه، غبرګولي۲۳/جون۱۲)، چاودنه کې، څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او اته تنه ټپيان شوي دي.
د ګزارشونو پر بنسټ، چاودیدونکي توکي د محراب په څنګ او لوړغږ دستګاه کې ځای پر ځای شوي وو او د لمانځه د اداینې پرمهال چاودنه شوې ده.
به دې پيښه کې د جومات امام عزیزالله مفلح له درییو تنو نورو سره مړه او یو شمیر هم ټپيان شوي.
امنیتي ځواکونو د چاودنې وروسته، سیمه وتړله. خو د پيښې یو شمیر شاهدان، په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په راتلو او د ټپیانو په لیږد کې په ځنډ نیوکه کوي.
دوی همداراز امنیتي او کشفي بنسټونه د جوماتونو او عمومي ځایونو د امنیت په خوندیتوب کې په بې غورۍ تورنوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین د دې چاودنې په اړه وویل چې دا پيښه په جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له کبله او د جمعې لمانځه د اداینې پرمهال شوې.
د هغه په وینا، په دې پيښه کې د جومات، مولوي عزیزالله مفلح په ګډون څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور هم ټپيان شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلانپاڼه کې، دا چاودنه غندلې او دا یې د بشر ضد جنایت بللی دی. ولسمشر غني همداراز د دې پيښې د هراړخیزې څیړنې سپارښتنه کړې ده.
له دې ټولو سره، تراوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه پرغاړه نده اخیستې. د طالبانو ډلې هم د یوې اعلامیې خپرولو سره نننۍ چاودنه غندلې او دا یې لوی جنایت بللی دی.
په وروستیو اوونیو کې، دا دویمه چاودنه ده چې په کابل کې په لمونځ کوونکې کیږي. لس ورځې وړاندې هم مولوي ایاز نیازي له جومات څخه د بهر تلو پرمهال موخه وګرځید او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.