نن له غرمې مخکې د کابل په پوهنتون کې دننه چاودنه رامنځته شوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د دې پیښې په پخلي سره ویلي دي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او حالت تر څيړنې لاندې دی.
د پیښې شاهدان وایي چې له دې چاودنې وروسته په دننه پوهنتون کې وسله والو له لوري ډزې هم شوې دي.
ویل شوي دي چې لاهم د ډزو غږونه اوریدل کیږي او د کابل د پوهنتون ښوونکي او زدکړیالان د پیښې له سیمې څخه د تیښتې په حال کې دي.
امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پیښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
خو د عامې روغتیا وزارت بیا وایي چې تر دمګړۍ له دې پیښې روغتون ته څلور ټپیان وړل شوي دي.
طالبانو په یوې اعلامه کې ویلي دي چې دا برید د دوی له لوري نه دی ترسره شوی.