1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کابل د ۱۶ مې او ۱۷ مې امنیتي حوزو د آمرینو ګوښه کیدل

tariq-arian
22 Aug 2020

د کورنیو چارو وزارت د کابل د شپاړلسمې او اوولسمې امنیتي حوزو آمرین له دندو ګوښه کړي دي.

د کورنیو چارو وزرت ویاند طارق آرین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د امنیتي حوزو دا آمرین له ۱۶ نورو کسانو سره د زمري ۲۸ مې نیټې توغندیزو بریدونو او په دنده کې بې غورۍ له کبله له دندو لیري شوي دي.

ښاغلی آرین زیاتوي چې دا پریکړه د خپلواکۍ ورځې توغندیزو بریدونو په اړه ټاکل شوي پلاوي له لوري څيړنې وروسته نیول شوې ده.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال صبور قانع د کابل امنیتي پازوال ته سپارښتنه کړې چې له مجرمینو، نا مسووله وسله والو کسانو،د شکمنو موټرو څیړلو او د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.