1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کابل-غزني د لویې لارې ناکرارۍ؛ مسافرین له وسله والو غلاوو شکایت لري

maxresdefault
12 Aug 2020

د کابل- غزني د لویې لارې یو شمیر مسافرین، له حکومت څخه د لویو لارو د امنیت د ټینګښت غوښتنه لري.

 

تیره دوه نۍ، ناڅرګندو وسله والو د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ د ملا نوح بابا په سیمه کې د مسافرینو موټر درولی او د هغو پیسې او قیمتي توکي یې له ځانه سره وړي.

د کابل-کندهار لویې لارې یو شمیر مسافرین، په دې لاره کې له ناکراریو او وسله والو غلاوو شکایت لري او وایي چې دا کسان تل د پلټنځایونو جوړولو سره، د دوی توکي له ځانه سره وړي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ، د دې پيښې عاملین هم ونیسي.

د غزني د ولایتي شورا مشر، نصیر احمد فقیري هم رسنیو ته د دې پخلی کړی چې وسله والو غلو د ګڼو مسافر وړونکو موټرونو درولو سره، د مسافرین توکي غلا کړي.

ښاغلی فقیري ادعا کوي چې وسله والو غلو په یوې نجلۍ هم ډله ییز تیری کړی، خو د دې ښځې د هویت اړوند یې څه ندي ویلي.

په همدې حال کې، د غزني د والي ویاند، واحدالله جمعه زاده، د دې لارې په اوږدو کې په یوې نجلۍ د جنسي تیري ادعا ردوي او دا یوه شایعه بولي.

د غزني د والي ویاند همداراز د دې پيښې د لا څیړلو خبر ورکوي.

که څه هم سیمه ییز پازوال، د طالبانو جنګیالي د کابل-کندهار د لویې لارې د مسافرینو د ځورونې عامل ګڼي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړي.