| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د کابل مرګونو چاودنو اړوند پراخ کورني او بهرني غبرګونونه
09 May 2021
د کابل ترهګریزه پیښه له کورنیو او بهرنیو غندنو سره مخامخ شوې ده.
حکومت دا خونړۍ پیښه غندلې او هغه یې د طالبانو کار بللی او ویلي یې دي چې دې ډلې نا مشروع جګړې او تاوتریخوالو ډیریدو سره وښودله چې اوسني کړکیچ ته په سوله ییزه توګه حل ته لیوالتیا نه لري.
خو طالبانو بیا په دې پیښه کې لاس لرل رد کړي او هغه یې غندلې ده.
د ملي روغې جوړې لویې شورا هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا ترهګریز برید نه بښنونکی او ظالمانه بللی او ویلي یې دي چې بدجنسه او د انسانیت او اسلامیت له دایرې وتلو ترهګرو په روژې مبارکه میاشت کې په لس هاو روژه تيانو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله او خلک یې په ویر کینول.
د ملګرو ملتونو سازمان هم د کابل په لویدیز کې مرګونی برید غندلی او یلي یې دي چې د دې جنایت عاملین باید ځواب ویونکي ووسي.
دې سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالو پایته رسیدو پر اړتیا هم ټينګار کړی دی.

په کابل کې د آمریکا چارسمبالي هم په کابل کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید غندلی او ویلي یې دي چې دا برید د بښنې وړ نه دی.

په خواله رسنیو کې هم خلکو دا برید په کلکو ټکو غندلی او د هیواد کشفي او استخباراتي بنسټونه یې د داشان بریدونو په شنډیدو کې په نا غیړۍ تورن کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کابل څلورمې حوزې په اړوندو سیمو کې د سیدالشهدا ښوونځي پر وړاندې موټربم او دوو ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنې په پایله کې څه باندې ۵۰ تنو ژوند بایللی او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

