1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کابل په لویدیځ کې د ترهګریز په تړاو غبرګونونه

ElJa23AW0AAsKxg
25 Oct 2020

د کابل په لویدیځ کې د تیرې ورځې ترهګریز برید له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي دا پیښه په کلکه غندلې او ویلي یي دي چې د سپیڅلو ځوانانو ژوند اخیستل، هیڅ کله هم د منلو نه ده.

د هیوا مخکېني ولسمشر حامدکرزي هم دا برید غندلی او له افغانو غاړو یې غوښتي ترڅو د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره له تاوتریخوالو او جګړو لاس په سر شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا بریدونو له اسلامي او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې بولي.

د کابل په لویدیځ کې پر یوه روزنیز مرکز د تیرې ورځې (لړم/عقرب ۳ مه) ځانمرګې برید کې، څه باندې ۷۰ تنه مړه او ټپیان شول.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې متحده ایالاتونو پر دواړو لوریو فشار راوړی ترڅو تاوتریخوالی کم کړي او ژر تر ژره د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.

ښاغلي خلیل زاد ټینګار کړی دی چې د اوسني وضعیت ځواب،د تاوتریخوالو ژرمهاله کمښت دی چې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند لامل شي.