1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کابل په نننۍ چاودنه کې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته

01-2-1536x864
13 Dec 2020

کابل نن سهار یو ځل بیا د ماین د چاودنې شاهد وو.

د کابل د پولیس مشرۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې دا چاودنه د یوه چسپکي ماین له کبله وه چې د کابل پنځلسمې ناحیې په اړوند هوټل پروان سیمه کې یو لندکروزر ډوله موټر موخه وګرځوه.

ښاغلي فرامرز زیاته کړه چې په دې پیښه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د کابل پولیسو په کابل کې د چسپکي  ماینونو د ځای پر ځای کیدو په تړاو دوه تنه هم نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، ځانګړو پولیس ځواکونو د کابل په چهارآسیاب ولسوالۍ کې د یو لړ موخه ییزو عملیاتو په لړ کې، د طالبانو د ډلې هغه دوه غړي نیولي دي چې د ترهګریزو بریدونو په تیره بیا ماین خښوونو کې لاس درلود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.