.په بغلان ولایت کې د جګړې له کبله د کابل او لسو نورو ولایتونو وارداتي برېښنا پرې شوه
.د لومړنیو راپورونو له مخې وارداتي برېښنا د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې پرې شوې ده
تراوسه د وارداتي برېښنا د بیا نښلولو لپاره امنیتي وضعیت نه دی مساعد، خو د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیم چمتو دی چې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره په کار پیل وکړي
همدا اوس د افغانستان د انرژي د کنترول ملي مرکز د روغتونونو او د اکسېجن د تولید فابریکو برېښنا له کورنیو سرچینو برابره کړې ده
په ورته وخت کې هڅې روانې دي چې د لنډو ساعتونو لپاره د استوګنیزو ګډونوالو برېښنا هم برابره شي