| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د کابل پیښې له قربانیانو سره د غمرازۍ لپاره د روغتیا سازمان د مشر یو دقیقه یي چوپتیا
14 May 2020
د روغتیا نړیوال سازمان مشر هم د برچي سل بستریز روغتون باندې د برید د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ لپاره، په یوې ناسته کې یو دقیقه يي چوپتیا غوره کړه.

د روغتیا د نړیوال سازمان لوی منشي، تدروس آدهانوم په دې ناسته کې وویل: په داسې حال کې چې نړۍ د نرسانو نړیواله ورځ نمانځله، زه په افغانستان کې د بې پوله ډاکټرانو په یوه روغتون د برید د خبر له اوریدو، شوکه شوم چې د نرسانو، میندو او نویو زیږیدلیو ماشومانو د مړینې لامل وګرځید. ملکي وګړي او روغتیايي کارکوونکي باید موخه ونه ګرځول شي. د روغتیا برخې وسله واله کول د هیڅ چا په ګټه نده.
د دې سازمان مشر همداراز د جګړې له ښکیلو لوریو وغوښتل چې جګړه ودروي او سولې ته لومړیتوب ورکړي.
هغه زیاته کړه: په داسې شرایطو کې چې نړۍ له یوې پانډمي سره مخ ده، زه له ټولو خواوو غواړم چې سیاست څنګ ته پریږدۍ او سولې ته لومړیتوب ورکړۍ. دې پانډمي د پایته رسیدو لپاره، یو نړیوال اوربند ته اړتیا ده.
ولسمشر غني هم پرون ماښام (څلورنۍ، غوایي۲۴)، دا بریدونه د زغم وړ ونه بلل او ټینګار یې وکړ چې ترهګریزې ډلې، په هیواد کې د نفاق اچولو په هڅه دي.
ولسمشر همداراز د دې روغتون د ژر بیارغاونې او د دې پيښې قربانیانو کورنیو ته د رسیدنې سپارښتنه وکړه.
د درې نۍ په ورځ په کابل کې په ترهګریز برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنو او په ننګرهار ولایت کې هم ۱۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته او حکومت د دې بریدونو په غبرګون کې، امنیتي سرتیرو ته سپارښتنه وکړه چې یرغلیز حالت ته ستانه شي.
