1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کابل چاودنې د ۹ تنو ژوند واخیست او ۲۰ تنه نور یي ټپیان کړل

efc37470-8bf9-4a26-9eb1-d74867d16c81
20 Dec 2020

 

د کورنیو چارو وزارت وایي چې په نننۍ چاودنه کې(یوه نۍ،لیندۍ ۳۰مه) چې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې رامنځته شوه، لږ تر لږه ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ولسي جرګې د استازي خان محمد وردک په ګډون ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په تیرو اوونیو کې په کابل کې، ترهګریزو بریدونو په تیره بیا چسپکي ماینونو  په چاودنه کې د پام وړ ډیروالی راغلی دی.

د کورنیو چارو وزارت د شمیرنو پر بنسټ، یوازې په تیرو درییو میاشتو کې په هیواد کې د ترهګریزو ډلو له لوري ۳۷ ځانمرګي بریدونه او د ماینونو له کبله ۵۱۰ چاودنې ترسره شوې دي چې په پایله کې یې،نږدې ۵۰۰ ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۰۵۰ نور ټپیان شوي دي.