1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کابل-کندهار په لویه لاره کې د پولیسو له لورې له اخاذیو د موټر چلوونکو شکایت

بزرگراه-کابل-کندهار
03 Apr 2021

د باروړونکو موټرونو یو شمیر چلوونکي وایي چې د ناقانونه پيسو د نه ورکړې په صورت کې، د پولیسو له لورې وهل او ټکول کیږي.

 

د کابل-کندهار د لویې لارې د باروړونکو موټر چلوونکو، مخکې له دې هم د هیواد په لویو لارو کې د ناقانونه پيسو اخیستلو له کبله کاري اعتصاب کړی وو.

کریم الله د کابل-کندهار لویې لارې له موټر چلوونکو څخه دی، چې ادعا کوي، د ناقانونه پیسو د نه ورکړې له کبله په دې لویه لاره کې د پولیسو له لورې وهل او ټکول شوی دی.

د کریم الله په وینا، د ناکراریو ترڅنګ، د پولیسو له لورې ناقانونه پيسو اخیستو، په دې لاره کې موټر چلوونکو ته جدي ستونزې زیږولې دي.

د ګزارشونو پر بنسټ، د زابل په شهرصفا او نورک سیمو کې، کله چې موټر چلوونکو پولیسو ته څو ځلي پيسې ندي ورکړي، وژل شوي یا هم ټپي شوي دي.

په همدې حال کې، د زابل د پولیسو مشر، محمد ویس صمیمي په دې وروستیو کې د هغو امنیتي سرتیرو د نیول کیدو خبر ورکوي چې په یادو سیمو کې یې له موټر چلوونکو پيسې اخستې.

د زابل د پولیسو مشر ټینګار لري چې د دې مامورینو پرځای، نوي کسان ګومارل شوي دي.

له دې سره هم مهاله، د زابل والي، احمدګل رسولي آرزو ټلویزیون ته وایي چې د پولیسو سرتیرو په لیکو کې د سمون راوستل د ده کاري لومړیتوب دی، او د موټر چلوونکو شکایتونو ته به رسیدنه وکړي.

د زابل-کندهار لویه لار، ۴۸۳ کیلومتره اوږدوالی لري او په هیواد کې د ځمکني ټرانسپورټ له مهمو لارو شمیرل کیږي. خو په دې لاره موټر چلوونکي تل له ناقانونه پيسو اخیستو، ناکراریو او د دولت د وسله والو مخالفینو د حضور له کبله شکایت لري او حتی څو ځلي یې کاري اعتصاب هم کړی دی.