1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کانونو او پترولیم وزارت کې تنقیص؛ تنقیص شویو کارکوونکو د تحصن کیږدۍ کیښوده

تنقیص-شده-گان-معادن
14 Dec 2020

د کانونو او پترولیم وزارت یو شمیر معترضو کارکوونکو، د وروستیو بدلونونو او د یو زرو او ۲۰۹ کاري بنستونو تنقیص چې د کانونو وزارت مشرتابه له لورې اصلاحات بلل شوي، د دې وزارت پر وړاندې د تحصن کیږدۍ کیښوده.

 

اعتراض کوونکو نن دوه نۍ (لیندۍ ۲۴) وویل چې د کانونو وزارت مشرتابه د قانون کوونکو لاملونو پرته دا بستونه تنقیص کړي دي.

دوی د کانونو وزارت مشرتابه په سلیقه یي چلند تورنوي او ټینګار لري چې کارکوونکي په ناقانونه توګه د وزارت له جوړښت څخه حذف شوي دي.

خو د کانونو او پترولیم وزارت د دې کارکوونکو د تنقیص موخه، د اغیزمنې ادارې رامنځته کول بللي.

د دې وزارت د تیرې ورځې (یوې نۍ)، اعلانپاڼه کې راغلي چې د کانونو او پترولیم وزارت نوی تشکیلاتي جوړښت د کانونو لارې نقشې، لیدلوري، ماموریت او د دې وزارت د مسوولیتونو پر بنسټ جوړ شوی دی.

دې وزارت همداراز ویلي: د وضعیت درکولو او د ادارې د ښه والي په موخه، د مرکز او ولایتونو اړتیاوو اغیزمنتیا او منطقي کیدو لپاره او د شته وو زیرمو تناسب او حجم ته په کتو، د دې ادارې جوړښت او هدفمنده کیدو لپاره بیا کتنې ته اړتیا لیدل کیږي.