1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کانګرس ګزارش: امریکا دې له افغانستان څخه د ځواکونو بهر کول وځنډوي

US-IN-A
04 Feb 2021

د کانګرس د مطالعې ډلې، د افغانستان حکومت ماتیدونکی ارزولی او هیښتیا یې ورکړې چې له افغانستان څخه په بیړې د امریکا وتلو په صورت کې، په دې هیواد کې د کورنیو جګړو اټکل شتون لري.

 

د افغانستان د مطالعې ډله چې د امریکا د کانګرس په غوښتنه جوړه شوې، سپینې ماڼۍ ته یې په خپل ګزارش کې توصیه کړې چې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو بهر کول وځنډوي.

د دې ډلې ارزونه چې د دوحې د هوکړه لیک وروسته یې خپل کار پیل کړی، ښایي چې له افغانستان څخه په بیړې وتلو په صورت کې، د اټکل له مخې په دې هیواد کې د کورنیو جګړو او د سیمې د بې ټیکاوه کیدو لامل وګرځي.

د امریکا د پوځ مخکیني لوی درستیز او د دې ډلې غړي، جنرال جوزف ډنفورډ په دې تړاو وویل: زمونږ به باور، د امریکا وتل د ترهګرو لپاره زمینه برابروي چې بیا ځان جوړ کړي او دا کار له ۱۸ څخه تر ۳۶ میاشتو موده کې وشي. د افغانستان سرتیري اوس مهال په پراخه کچه د امریکا ملاتړ پورې تړلي دي او د دې هیواد عملیاتي ملاتړ لري او د یوې مودې لپاره به دې ملاتړ ته اړتیا ولري. په ټوله کې، زمونږ ارزونه دا ده چې په بیړې د امریکا د وتلو په صورت کې، په افغانستان کې د کورنیو جګړو اټکل لوړ دی.

د کانګرس د مطالعې ډلې، د افغانستان اوسنی حکومت د ماتیدونکي په توګه تعریف کړی او ویلي: “زمونږ ارزونه دا ده چې د افغانستان حکومت د ماتیدونکي حکومت له تعریف سره ورته دی. د افغانستان دولتي بنسټونه هغه مهال کولای شي په اغیزمنه توګه فعالیت ولري، چې په دوام لرونکې توګه زمونږ ملاتړ ولري.”

ډنفورډ پر دوام زیاته کړې: “د امریکا لپاره مهمه ده چې په کابل کې د اوسني حکومت پر وړاندې، په اساسي قانون کې د لیکل شویو ارزښتونو پر بنسټ، روښانه ژمنه ولري.”

له بلې خوا، ناڼو هم له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له ژرمهاله وتلو اندیښنه ښودلې ده.

د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ نن (پنځنۍ، سلواغې۱۶)، په یوې خبري ناسته کې هیښتیا ورکړه چې له افغانستان څخه وتل به د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کړي.

هغه زیاته کړه: “مونږ له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ یوو او باید په ګډه پریکړه وکړو. که د وتلو پریکړه وکړو، د سولې بهیر به له ګواښ سره مخامخ کړو او هغه لاسته راوړنې مو چې په وروستیو کلونو کې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې لرلي له لاسه ورکړو. دا ګواښ شتون لري چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ لپاره په امنې ځالې بدل شي.”

د ناټو لوی منشي همداراز به افغانستان کې د ناټو ماموریت د دوام اړوند هیښتیا ورکړه: “که په دې هیواد کې د پاتې کیدو پریکړه وکړو، په افغانستان کې به له ستونزمن عملیاتو سره مخامخ شو او د ناټو ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډيریدو ګواښ به شتون ولري.”

دا څرګندونې به داسې حال کې کیږي چې مخکې له دې، د افغانستان دولت، د امریکا نوې ادارې او د اروپايي ټولنې یو شمیر غړو هیوادونو، طالبان د دوحې په هوکړه لیک کې د کړیو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړي دي. له بلې خوا، د جوبایډن ادارې د دې سند ارزولو خبر ورکړی دی.

خو طالبانو هیښتیا ورکړې چې د دوحې د هوکړه لیک د نه عملي کیدو په صورت کې، طالبان به هم په دې سند بیا کتنه وکړي.